ایکناخبری آژانس د تسنیم له قوله راپور راکړ،د افغانستان دپوهنتونونو یو شمیر شیعه استاذانو، د طالبانو د لومړي وزیر له سیاسی مرستیال مولوي عبدالکبیر سره لیده کاته وکړل او هغه ئې له خپلو مسئلو او غوښتو خبر کړ.
د طالبانو د موقته حکومت د اطلاعاتو اورسندوئي مرکز په وسیله د خپرې شوي خبرتیا په اساس،په دغې کتنې کې پروفیسر مصباح شهرستاني په غونډې کې د حاضرو استاذانو په نمایندګۍ خبرې وکړې.
شهرستاني په دغې کتنې کې په دې خبرې سره چې د اهل تشیَع پشمول مختلفو پرګنو په مختلفو برخو کې د افغانستان حاکمه پلاوی کې ځاي ورکړی دی ، په حکومتي تشکیلاتو کې ئې داهل تشیّع د لازیاتو کارنده کسانو څخه د استفادې غوښته وکړه.
هغه همداراز ډاډ ورکړ چې د اهل تشیّع قومونه او تخنیکي شخصّیتونه د طالبانو له موقته حکومت سره ملګرتیا ته تیار دي.
مولوی عبدالکبیر هم ددغې غوښتې په غبرګون کې ووئيل، چې د طالبانو د موقته حکومت په جوړښت کې ددرستو ولایتونو ،سیمو اوقومونو کسان شتون لري او ددرستو کارنده شخصیّتونو لپاره له توپیر پرته دخدمت زمینه برابره ده .
د طالبانو د ریئس الوزرا سیاسی مرستیال د لازیاتو جزیاتو له وړاندې کولو پرته ووئيل چې په دې باب به لازم فرمانونه صادر کړي.